More Information
- Vacancy NumberHRD-AMC-068
- Salary OfferNTA
- Total Years Experienceحداقل لس کاله د صحت په بخش کی.
- Educationد طب ډاکټر MD
- Contract Duration1 month With possibility of Extension
- No. Of Jobs:1
- GenderMale, Female
About Afghanistan Medical Council (AMC) شورای طبی افغانستان:
د افغانستان طبي شورا د ثور په 10 مه نېټه د ۱۳۹۶ کال د ۶۵مې شمېرې په فرمان د ناروغانو د خوندیتوب او د روغتیایي حقونو شرایطو تضمینولو لپاره ، د کیفیت ښه والي او د طبي ډاکټرانو روغتیایي خدمتونو تنظیم ، په هیواد کې د طبي زده کړې معیارونه پیاوړي کول او وده ورکول او د طبي ډاکټرانو د مسلکي حقونو ملاتړ په موخه یوه تخنیکي اداره جوړه شوه او د افغانستان د طبي شورا قانون په۱۳۹۷ کال توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو.
د افغانستان طبي شورا هڅه کوي چې د خپلو کاري شریکانو سره په هوکړه د قانون سره سم د قانون پلې کونکې ادارې په حیث په مؤثره ډول خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.
Job Description:
وظیفوي وړتیاوې او مسؤلیتونه:
هدف: • د (ای هیلت) پروګرام اړوند د ټیلي ایجوکېشن، ټیلي میډیسن او د آنلاین (سی ام ای)لپاره د تطبیق وړ پرمختللی او موثر سسټم چمتوکول / ایجادول.
تخصصی وظایف:
د e-Heallth (ای هیلت) پروګرام د موثریت ،کیفیت ، شفافیت او معیار په خاطر د طرحې، لارښود او طرزالعمل چمتوکول
دe-Health (ای هیلت) پروګرام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د کمېټې چمتو کول ؛
دe-Health (ای هیلت) پروګرام د یو مستقل سسټم او ستراتیژی د مسودې په چمتو کولو کې مرسته کول؛
د e-Health(ای هیلت) پروګرام د فعالیتونو د موثریت په موخه د مقررې،لارښود او طرزالعمل چمتو کول؛
دe-Health (ای هیلت) پروګرام اړوند د ټیلي ایجوکېشن، ټیلي میډیسن او د CME برخو د بشپړتیا او پیاوړتیا لپاره د لارښودونو،معیارونو او په بین المللي کچه منل شوي یو خپلواک سسټم چمتو کولو کې مرسته کول؛
مدیریتی وظایف:
د عملیاتي پلانونو چمتوکول، د ماتحتو کارکونکو د تطبیق ګزارش په منظم ډول ترلاسه کول اوپه وخت Feedback ورکول
د ډیپارټمنټ ماتحتو کارکونکو د اجرآتو نظارت کول، ظرفیت لوړول او په وخت د ستونزو حلول؛
د اړوند تحقیقاتو او مطالعاتو په برخه کې مرسته کول؛
د اړوندو تقنیني اسنادو، پالیسیو او د طرزالعملونو په پراختیا او پیاوړتیا کې مرسته کول؛
د e-Health (ای هیلت) پروګرام ستونزو حل او ښې همغږی په موخه د کارکونکو اونیزې جلسې تدویرول ؛
د ډیپارټمنټ میاشتني، ربعوار او د کلني فعالیتونو ګزارش چمتو کول او د AMC تخنیکي معاون سره شریکول؛ او د ضرورت پر مهال مقام ته د فعالیت راپور ورکول.
د قانون غوښتنو مطابق د ماتحتو کارکونکو د اجرآتو ارزیابی کول؛
د اړوندو مقاماتو لخوا د قانون، مقررې او موخو مطابق د سپارل شویو وظایفو اجرآ کول.
هماهنګی وظایف:
د کاري شریکانو او د معلوماتی ټکنالوژی آمریت په مرسته د یو پیاوړي او هر اړخیزه آنلاین او آفلاین سسټم ایجادول؛
د کاري شریکانو سره د(ای هیلت) پروګرام پیاوړتیا او پراختیا په موخه د متداومو اړیکو تأمینول؛
د بشري سرچینو ډیپارټمنټ سره په همغږی د اړونده کارکونکو متداوم مسلکي ظرفیت لوړول ؛
د(ای هیلت) پروګرام د همغږی، پیاوړتیا او پراختیا په موخه ولایتونو ته سفر کول.
Job Requirements:
د طب ډاکټر
لږ تر لږه لس کلنه تجربه د صحت په بخش کی
نور مهارتونه:
د اړونده ادارې رهبری، مدیریت ، کنټرول او د پالیسی د پلي کیدو وړتیا.
په بحراني شرایطو کې او ټیم سره د کار وړتیا
د کمپیوټر پروګرامونو سره بلدیت
په انګلش ژبې لاسرسی او وړتیا
د روزنیزو پروګرامونو د همغږی او تدویر وړتیا
Submission Guideline:
د شورای طبی افغانستان د کاریابی فورم د لاندنی لینک څخه لاسته راوړلی شی.
د پام وړ ده چی د بست نوم او کود نمبر په ایمیل کی په ښکاره توګه ولیکی
http://amc.gov.af/AMC-JOB-APP-FORM-DARI.doc
https://amc.gov.af/1546406506.doc
Submission Email:
hrd@amc.gov.af
- Total Jobs 186 Jobs
- LocationBadakhshan